د ۲۰۱۸ زیږدیز کال د نړیوالو لوبو ته د لارموندو بهیر کې افغانستان سره له درېیو ماتو نن(شنبې د کب۱۹مه) په خپله څلورمه لوبه کې له نیپال سره لوبه کوي.
افغان کرکټ لوبغاړو د زمبابوې، سکاټلنډ او هانګ کانګ پر وړاندې لوبه وکړه او ماته یې وخوړه.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرکټ لوبډلمشر، اصغر ستانکزی په دې لوبو کې د ناروغۍ له کبله ګډون نلري.
اوسني لوبډل مشر، راشد خان وویل چې له لوبو مخکې موږ لوبډل مشر اصغر ستانکزی له لاسه ورکړی او اوس مو توپوهونکی، شهزاد هم له لاسه ورکړ.
اوس مهال په «ب» ګروپ کې سکاټلنډ له درېیو لوبو شپږ امتیازه، زمبابوې له دوو لوبو څلور امتیازه د نوملړ په سر کي دي او افغانستان هانګ کانګ ته د لوبې بایللو سره موکه ورکړې چې درېیو غورو کې ووسي.
اوس که فغان کرکټ لوبډله نیپال ته په ډېر توپير سره ماته وکړي او نیپال هم د زمبابوې پر وړاندې لوبه وبایلې نو افغانستان کولی شي شپږو لوبډلو کې شامله شي.