پاکستاني روسنیو نن(چهارشنبې د غوايي۵مه) خبر ورکړی دی چې د بلوچستان ایالت په کوټې ښار کې د ځانمرګو بریدونو په پایله کې کابو ۵ پولیس وژل شوي دي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د جیو نیوز راپور له مخې د پلوچستان ایالت د پولیسو مشر، موعظم جاه انصاري ویلي دي چې پر موټر سایکل سپور بریدګر د پولیسو پر موټر برید کړی دی.
ده زیاته کړې د:« چې دا ډول ترهګریز بریدونه د پاکستان له پولو بهر پلانېږي.»
هغه همدارنګه وویل چې د بلوچستان په ایالت کې د ترهګریزو بریدونو په وړاندې کوم اقدام نه دی شوی
انصاري همداراز زیاته کړې ده چې دا د بلوچستان په مرکز کې درېیم ځانمرګی برید چې نه شي کولای موخې ته ورسېږي.
د دې برید قربانیان د پوځي سرتېري ښودل شوي دي.
بلوڅستان د پاکستان نا امنه ایالت دی.
د بریدونو مسوؤلیت د پاکستاني طالبانو په ګډون کومې ډلې پر غاړه نه دی ا خیستی.