په پکتیا ولایت کې د افغان ژغورنې د سولې بهیر غړو ننګرهار کې د کرکټ په لوبغالي کې د وړمې شپې(جمعه د غويي۲۸مې) پرله پسې چاودنې د هېواد د دوښمانانو کار وباله او هغه یې د افغانستان پر ملی ارزښتونو باندې برید وباله.
دوی وايي چې دا بریدونه او په هېواد کې روانه جګړه د بهرنیو هېوادونو د استخباراتو لخوا پلان کېږي.
مدني فعال، فرید احمد تسکین وویل:«مونږ په جلال اباد کې د کرکټ لوبغاړو باندې شوی په کلکه غندو او په مخالفونو باندې غږ کوو د انسانیت په خاطر او د اسلامیت په خاطر افغان ولسونه په اور کې مه سوځوي.»
همداراز قومي مشر، لعل ولي زیاتوي:«د کرکټ لوبغاړو چې افغانستان یې په نړۍ باندې وپیژندو هغوي پسې هم راواخیسته ماینونه ورته کیږي او بریدونه ورباندې کوي مونږ د سولې غږ کوو.»
په همدې حال کې د پکتیا قومي مشران او ځوانان په هېواد کې روانه جګړه د بهرنیو استخباراتو په کټه بولي دوي حکومت او طالبان د ولسي او نظامي وګړو د وژنې د مخنوي لپاره د خبرو میز ته رابولي.
د افغان ژغورنې د سولې بهیر غړی، احسان الله وايي:«اوس دا خبرو د عامو خلکو تر خولې رسیدلې ده چې دا جګړه اقتصادي جګړه ده او دا جګړه استخباراتي جګړه ده او د نورو په کټه ده.»
قومي مشر، وزیر ګل څرګندوي:«د جګړې د ښګیلو غواړو ته دا پېغام دی راشی مونږ سره ژوند وکړی نور کورنه مه ورانوي د قران په خاطر نور بس دی راشې نور کینی چې څه شوو نور بس دی.»
د یادونې وړ ده وړمه شپه د جلال اباد په ښار کې د روژې کرګټ کپ د سیالیو په دوران کې د لوبغالي دننه پرله پسې څو چاودنې رامینځته شوي چې له امله یې اته کسان وژل شول او درې څلویښټ تنه نور په کې ټپیان شول.
د افغان ژغورنې د سولې بهیر د روان کال د وري میاشتې په لومړیو ورځو کې د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې د یوه ورزشي لوبغالي مخې ته د موټر بم چاودنې وروسته پیل شو. په دې برید کې ۱۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او کابو ۶۰نور ټپيان شول.
له دې پېښې یوه ورځ وروسته د چاودني په سیمه کې د هلمند یو شمېر ولسي کسانو له لښکرګاه تر موسی کلا شعار سره د تحصن خیمه ودرول او غوښتل يي چې د وسلهوالو طالبانو تر مرکزونو د سولي پیغام ورسوي او وروسته له هغې سولې غږ خیمه په ډېرو ولایتونو کې ودرول شوه.