د چین ختیځو سیمو کې د سیلاوونو او بارانونو له کبله خلک له ستونزو سره مخامخ شوي او اندېښنې لري.
د دې هېواد په هونان ایالت کې خلک وايي چې بارانونو ورته مالي زیانونو ورته اړولي دي او ډېر شمېر کرنیزې ځمکې هم خرابې شوې دي.
د راپورونو له مخې په دې سیمو کې اوسمهال د هوا درجه شپږ درجې ته راښکته شوې ده او هوا ډېره سړه ده.
د سیمې اوسېدونکی، شې دونګمي څرګندوي:«تېره ورځ د هوا درجه ۳۶ او ۳۷ درجې ته رسېدلې وه، خو اوس مهال شپږ تر اوو درجې ده او خلک ډېر د یخنی احساس کوي.»
د چین په ختیځ کې توپانونو پلونه، وران کړي، کرنیزې ځمکې خرابې شوې او ځمکې ښویدلې دي.
ژغورونکي ډلو په سیمه کې لسګونه کسان امنو سیمو ته استولي دي.