Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اعدام سزا پر ضد د اروپایي ټولنې د سفیرانو ګډه اعلامیه

نن د اکتوبر لسمه د اعدام سزا پر ضد نړیواله ورځ ده. مونږ د اروپایي ټولنې، غړي هیوادونو او د ناروې هیواد سفیران په افغانستان کې د اعدام سزا پر ضد پر خپل کلک دریځ ټینګار کوو او دا یو ظالمانه، غیر انساني او همدارنګه انساني کرامت ته ستر توهین بولو.

اعلامیه وړاندې کاږي، د بشري حقونو د اعلامیې له رامنځته کیدو ۷۰ کاله وروسته نن په نړی کې د اعدام سزا کچه په بې سارې توګه راټیټه شوې ده، د نړۍ شاوخوا ۱۴۲ هیوادونو چې د ملګرو ملتونو ۷۴٪ غړی هیوادونه تشکیلوی په بشپړه توګه د اعدام سزا په خپل قانون کې له منځه وړې ده. په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۱۷۴ هیوادونو چې ټولټال ۹۰٪ د ملګرو ملتونو بشپړ یعنې ۱۹۴ هیوادونه تشکیلوي د اعدام سزا هیڅ حکم ندی صادر کړۍ.

له دې پرمختګ سره اوس هم بدبختانه په نړۍ کې هرډول قضایی نظام له انساني خطاوو څخه مسون نه دی. د هراعدام حکم په صادرولو سره د یو انسان ژوند له منځه ځې، نړیوالو تجربو دا ثابته کړې ده که څه هم ډیرۍ خلک د جرم په ترسره کولو نیول کیږي، خو وروسته له کلونو د بشپړو اسنادو او شواهدو په ترلاسه کولو سره بې ګناه ثابتیږي.

همدارنګه ډیریو مطالعاتو دا هم ثابته کړې ده چې هیڅ داسې شواهد شتون نلري چې وښایې اعدام سزا د جرمونو د کموالي سبب ګرځي، او په ډیریو هیوادونو کې ددې سزا له منځه وړلو څخه وروسته د جرمونو د کچې په ډیروالي کې هیڅ ډول تغیر نه دی لیدل شوی. دا عمل په ټولنیزه توګه هم یو غیرعادلانه عمل بلل کیږي او ډیری هغه مجرمین تر پوښښ لاندې نیسي چې د قضایی قانون په اړه کم معلومات لري او پیاوړي مدافعین نلري.

پورتنیو ذکر شویو ټکو ته به کتو مونږ د افغانستان دولت څخه مننه کوو چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د جزا اصلاح شوي قانون کې د هغو جرمونو کچه چې سزا یې اعدام بلل کیدله ‌تر ډیره حده کمه کړې ده. همدارنګه مونږ په افغان دولت غږ کوو تر څو د هغو بندیانو دوسیې چې د اعدام په سزا محکوم شوي دي ژر تر ژره وڅیړي.

د ۲۰۱۸ کال فبروري میاشتې څخه وروسته په افغانستان کې هیڅ اعدام ندې ترسره شوی، او اوس ددې وخت رارسیدلۍ چې مونږ د پرمختګ بل قدم واخلو. مونږ د افغانستان دولت څخه غوښتنه کوو تر هغه چې په قانون کې د اعدام سزا منع کیږي ددې سزا هیڅ حکم صادر نکړي چې دا به د افغانستان دولت بشري حقونو ته ستر درناوۍ وبولو. همدارنګه هیڅ بد جنګي وضعیت او کلتوري ممانعتونه د اعدام سزا د مخنیوی پرمخ خنډ نشي ګرځیدلۍ.

اروپایی ټولنه هر وخت او په هرو شرایطو کې د اعدام سزا پر وړاندې په خپل کلک دریځ ټینګارکوي. لکه څرنګه چې د اروپایی ټولنې ځانګړې استازې او د بهرني سیاست او امنیتي پالیسۍ معاونې میرمن فردریکا موکارینی په وروستیو کې په بروکسل کې د اعدام سزا په وړاندې په نړیوال مجلس کې په ډاګه وویل، مونږ ټول په ګډه خپلې ګډې موخې ته نږدې کیږو، دا چې نړې ددې شاهده اوسې چې مجرم د قانون په چوکاټ کې سزا ووینې نه د انتقام په ډول، داسې وخت به راورسیږي چې د نړۍ په هر کونج کې به هر انسان خپل انساني حقونو، امنیت، او بشري حقونو درلودونکی وي.

د اروپايي ټولنې سفیرانو د اعدام پر ضد مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبټ ګډه اعلامیه خپره کړې ده.

شریک یي کړئ