Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کرېکټ د شل اوریزو نړۍوالو سیالیو پيل

د کړېکټ د شل اوریزو نړۍوالې سیالۍ له یوه اوږد ځنډ وروسته، نن پیل شوې.

ټاکل شوې وه چې دغه سیالۍ په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې د اسټرالیا په کوربتوب ترسره شي؛ خو د کورونا وبا له امله وځنډول شوې.

د دویم ځل لپاره هم ټاکل شوې وه چې دغه سیالۍ په هند کې ترسره شي؛ خو بیا هم د کورونا وبا له امله وځنډېدې.

بالاخره د کرېکټ نړۍوالو چارواکو په دې پرېکړه وکړه چې دغه سیالۍ دې په متحده عربي امارت او عمان کې ترسره شي.

په دغو سیالیو کې ۱۶ لوبډلې حضور لري او په دوو پړاونو کې د یو بل په وړاندې سیالي کوي.

افغانستان په (ب) ګروپ کې دی او ټاکل شوې ده چې له هند، پاکستان او نیوزیلنډ لوبډلو سره لوبې وکړي.

لومړی پړاو (د ډلبندۍ له پلوه) اته کمزورو لوبډلو ترمنځ د اکټوبر له ۱۷ مه تر ۲۲ اکټوبر پورې په دوو ډلو کې به څلور لوبډلې سره سیالي وکړي.
 
د دغو اتو لوبډلو له منځ، له هرې ډلې دوه دوه په ټول کې څلور لوبډلې به د دولس غورو لوبډلو پړاو ته لار پيدا کړي.

د کرېکت نړۍوال جام دویم او حساس پړاو د اکټوبر په ۲۳مه د ۱۲ لوبډلو ترمنځ په دوو ډلو کې چې هره ډله شپږ لوبډلې لري سره سیالي وکړي؛ یعنې د (ډلبندۍ یا رینګینګ له پلوه) د اتو پياوړو او څلورو کمزورو لوبډلو ترمنځ چې له لومړي پړاو څخه یې دویم پړاو ته لار موندلې وي پيل شي.

افغانستان دا چې په شل اوریزو نړۍوالو سیالیو کې ښه ځای ګی لري، نو د لومړي پړاو د لوبو پر ترسراوي مکلف نه دی.

د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه به د اکټوبر په ۲۵مه وي، خو تراوسه روښانه نه ده چې د کومې لوبډلې په وړاندې به ډګر ته ولاړه شي، خو د افغانستان دویمه لوبه به د اکټوبر په ۲۹مه د پاکستان په وړاندې وي.

افغانستان د دغو سیالیو د چمتووالي لپاره په قطر کې هم تمرینات کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه