Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالعظیم بدخشي په ازادو سیالیو کې خپل کوریايي سیال ته ماتې ورکړه

د هېواد د ازادو سیالیو نامتو لوبغاړی عبدالغظیم بدخشي خپل کوریايي سیال ته په هند کې ماتې ورکړه.

بدخشي د شنبې پر شپه په ۶۶ کیلو ګرامه وزن کې خپل کوریایي سیال هي‌جین پارک ته د ازادو سیالیو په لومړي رونډ کې ناک اوټ کړ.  

د ښاغلي بدخشي او ښاغلي پارک ترمنځ دغه سیالۍ د «MFN» په نوم د هند د رزمي سیالیو په سازمان کې په نوي ډيلي کې ترسره شوې.

له دې مخکې عبدالعظیم بدخشي طلوع‌نیوز ته ویلي و چې د دغې سیالۍ د عاید یوه برخه به یې د هرات وروستۍ زلزله‌ځپلو ته ځانګړې کړي.

ښاغلي بدخشي له دې بریا سره د خپلو بریاوو شمېر ۱۴ لوبو ته لوړ کړ د یادولو ته چې د هېواد دغه لوبغاړي تراوسه ۱۷ لوبې کړي چې ۱۴ یې ګټلي او ۳ یې بایللې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه