Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حشمت الله شهیدي: د افغان کډوالو لپاره د کورونو جوړولو کار ۸۰ سلنه بشپړ شوی

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وايي، په تورخم کې د هغو افغان کډوالو لپاره چې له پاکستانه را اړول شوي، د ۲۵ کورونو جوړولو پروژه ۸۰ سلنه پرمخ تللې ده.

د کرېکټ د ملي لوبډلې دغه لوبغاړی زیاتوي، هېواد ته د راستانه شویو کډوالو لپاره د ۲۵ کورونو ترڅنګ یو جومات، یو روغتیايي مرکز او یو کتابتون هم په پام کې نیول شوی، چې ډېر ژر به ورته چمتو شي.

ښاغلي شهیدي تېر زیږیز کال له پاکستانه افغانستان ته د را اړول شویو کډوالو لپاره د مرستو راټولولو یو نړۍوال کمپاین پېل کړ.

تر دې وړاندې هم د بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د کرېکټ او ووشو يو شمېر نورو لوبغاړو له پاکستانه ايستل شويو کډوالو سره د مرستې په موخه خپل معتبر مډالونه پلورلي وو.

ښاغلي شهیدي تېر زیږیز کال له له پاکستانه افغانستان ته د را اړول شویو کډوالو لپاره د مرستو راټولولو یو نړۍوال کمپاین پیل کړ.

تصویر بندانگشتی

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وايي، په تورخم کې د هغو افغان کډوالو لپاره چې له پاکستانه را اړول شوي، د ۲۵ کورونو جوړولو پروژه ۸۰ سلنه پرمخ تللې ده.

د کرېکټ د ملي لوبډلې دغه لوبغاړی زیاتوي، هېواد ته د راستانه شویو کډوالو لپاره د ۲۵ کورونو ترڅنګ یو جومات، یو روغتیايي مرکز او یو کتابتون هم په پام کې نیول شوی، چې ډېر ژر به ورته چمتو شي.

ښاغلي شهیدي تېر زیږیز کال له پاکستانه افغانستان ته د را اړول شویو کډوالو لپاره د مرستو راټولولو یو نړۍوال کمپاین پېل کړ.

تر دې وړاندې هم د بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د کرېکټ او ووشو يو شمېر نورو لوبغاړو له پاکستانه ايستل شويو کډوالو سره د مرستې په موخه خپل معتبر مډالونه پلورلي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه