Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د حکومتونو په کچه سیاسي مسایلو کې باید کرېکټ اغېزمن نه شي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي، راشد خان د اسټرالیا کرېکټ بورډ له لوري له افغانستان سره د لوبو د لغوه کولو او ځنډولو وروسته ویلي، کرېکټ د خوښۍ لوبه ده او د حکومتونو ترمنځ مسایلو کې باید ښکېل نه کړای شي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړي، راشد خان ویلي : د یوه لوبغاړي په توګه تاسې په دغه برخه کې هیڅ نشئ کولای. دا د حکومت اړوند موضوع ده چې هغوی یې باید حل کړي. خو هغه څه چې ما ډير ځوروي هغه دا دي چې په داسې مسایلو کې ولې باید کرېکټ اغېزمن شي.

راشد خان، سپورټي ورځپاڼې، اي اېس پي اېن کرېک انفو سره په مرکه کې ویلي، دا ډول پرېکړې یې ډیر ځوروي ځکه افغان لوبډله اړتیا لري چې له سترو لوبډلو سره لوبې وکړي.

راشد خان ویلي: دا د یوه لوبډلمشر په توګه سړی لا زیات ځوروي چې ته له یوې سترې لوبډلې سره لوبې ته چمتو والی نیسې، درته په زړه پورې وي او هیجان یې ورته او بیا داسې یو څه وشي.

هغه پخپلو خبرو کې په یوازې ځان د اسټراليا په لوبو کې د لوبېدو په تړاو ویلي، که اسټرالیا له افغان لوبډلې سره لوبه نه کوي نو  دی (راشد خان) هم نه غواړي چې د خپل هېواد او خپلو لوبغاړو  ارزښت او حیثیت راټیټ کړي.

راشد خان له تېرو څو کلونو راهیسې د اسټرالیا په سوداګریز کرېکټ لیګ کې لوبیږي.

د اسټرالیا کرېکټ بورډ په افغانستان کې د ښځو د کار او زده کړو د محدودیت په غبرګون کې له افغان کرېکټ لوبډلې سره یوه ټېسټ، درې یوه ورځنۍ لوبې لغوه او درې شل اوریزې لوبې ځنډولې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه