Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ درېیم پړاو پیل شو

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ درېیم پړاو په رسمي توګه کابل کې پېل شو

د دغو سیالیو پیل د فراه ابومسلم او د فاریاب سرسبز یاشلر لوبډلو ترمنځ له سیالۍ سره وشو چې لوبه د دوه پر صفر پایلې سره د فراه په ګټه پای ته ورسېده.

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ کې ټولټال دولس لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبیږي چې د کورنیو لوبغاړو ترڅنګ پکې د ایران، پاکستان او نایجریا لوبغاړي هم د بېلابېلو لوبډلو له لوري غوره شوي دي.

د افغانستان د فوټبال ملي فډراسیون مشر محمد یوسف کارګر و ویل: « فوټبال هغه مهال وده کوي چې یو منظم لیګ ولري. له نیکه مرغه د افغانستان د فوټبال درېیم پړاو سیالۍ د نورو پړاونو پرتله متفاوتې دي او د آسیا په کچه پکې سیالۍ کیږي.»

د بدني روزنې او ورزش کمېټې رییس احمدالله وثیق و ویل: « اسلامي امارت په هېواد کې د ټولو ورزشي رشتو ملاتړ کوي خو د افغانستان فوټبال ته یې پام ډېر دی او د ودې لپاره یې تل زمینه مساعدوي.»

د ابومسلم لوبډلې مشر روزنکي عبدالقیوم څپاند و ویل: « دا لوبه زموږ لپاره ډېره ستونزمنه وه ځکه د پیل لوبه وه او بله دا چې د سیالې لوبډلې څخه مو پوره پېژندګلوي هم نه درلوده او زموږ ځینې لوبغاړي تر تاثیر لاندې راغلي و خو موږ بیا هم د بریا وړاندوینه کړې وه او بریالي شو.»

په دغه لیګ کې لوبېدونکي لوبغاړي په دا ډول لیګ کې د خپلو لوبو په اړه داسې وایي.

د ابومسلم لوبډلې لوبغاړي فرزاد عطایي داسې و ویل: « موږ لوبه وګټله او هڅه کوو چې په راتلونکې لوبه کې له دې هم ښه لوبه وکړو. موږ به راتلونکې کې د خپلو روزونکو پلان په ښه توګه عملي کوو او هڅه کوو چې له ډېرو ګولونو سره بریا ترلاسه کړو.»

د ابومسلم لوبډلې لوبغاړي عبدالله شاه و ویل: « له موږ سره په لوبډله کې دوه پاکستاني لوبغاړي شایق دوست او زین العابدین هم دي. نن زموږ لومړۍ لوبه وه او ښه لوبه مو وکړه، هوا هم ښه وه او مینوالو هم ډېر وهڅولو او هیله ده چې د دې لیګ اتلولي ترلاسه کړو.»

ټاکل شوې چې د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ د څه باندې یوې میاشتې لپاره دوام پیدا کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه