افغانستان د (جي ۱) ټکوانډو نړیوالو سیالیو دویم پړاو اتلولي چې په هندوستان کې ترسره شوې وه خپله کړه.
د افغانستان د ټکوانډو لوبغاړو په دغو سیالیو کې، څلور د سرو زرو، درې د سپینو زرو او یو د برنزو مډالونه ترلاسه کړل.
احمد بخشي په ۶۳ کیلوګرامه وزن کې، حسین لطفي، په ۶۸ کیلوګرامه وزن کې، رامش حسیني په ۸۰ کیلو ګرامه او مصطفي قرلق هم په مثبت ۸۷ کیلو ګرامه وزن کې د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړل.
همدارنګه حکمت الله زین په ۶۳ کیلوګرامه وزن کې، احمد سیر خالفي په ۷۴ کیلوګرامه او نثار احمد عبدالرحیمزي په ۸۰ کیلوګرامه وزن کې د هېواد لپاره درې د سپینو زرو مډالونه ترلاسه کړل خو محمد اشرف شکران په ۸۷ کیلوګرامه او عبدالستار شاهي په مثبت ۸۷ کیلوګرامه وزن کې د افغانستان لپاره د برنزو مډالونه ترلاسه کړل.
دغه سیالۍ د افغانستان، زېمبابوې، بوټان، هندوستان، اسټرالیا، نبپال، قزاقستان، عمان، عربستان، قطر، جاپان، کرواسیا، سوریې او بنګلهدېش هېوادونو په حضور سره د جون په ۱۱مه نېټه پيل شوې وې.
په دغو سیالیو کې کابو ۲۵۰۰ ټکوانډو کارانو د ډېر عمره، تنکیو ځوانانو او ماشومانو په برخو کې ګډون کړی وو.
افغان لوبغاړو په دغو سیالیو کې د ډېر عمره کسانو په برخه کې ګډون کړی وو.