Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان له بنګله‎دیش نه د کریکټ لوبه وګټله

افغانستان کریکټ لوبډلې په بنګله دېش کې د شل اوریزهو درې اړخیزه سیاليو په دویمه لوبه کې بنګله دېش ته د ۲۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او په توپوهنه یې لوبه پیل کړه.

په دې لوبه کې محمد نبي او اصغر افغان د ښې ملګرتیا پر بنسټ افغان لوبډلې ته ۱۶۴ منډې جوړې کړې.

لوبه کې محمدنبي په ۵۴ توپونو ۸۴ ناسوځېدلې منډې جوړې او دغه راز اصغر افغان د ۲ شپږیزو او ۳ څلوریزو پر مټ ۴۰ منډې و‎کړې.

د بنګله دېش په توپ اچوونکو کې محمد سیف الدین ۴ او شکیب الحسن دوه ويکټې واخیستې.

سيالې لوبډلې د ورکړل شوي هدف په تعقیب کې ۱۹،۵ اورونه ولوبول او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۳۹ منډې ترلاسه کړې.

د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم د غوره توپوهنې له امله محمدنبي ته ورکړل شوه.

د یادونې ده چې افغانستان به خپله درییمه لوبه په روانه لوبلړۍ کې د سپټمبر میاشتې په ۲۰مه نېټه له زمبابوې سره ترسره کړي.

له بنګله دیش سره په لوبه کې د ښه ځلېدو له کبله د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه افغان لوبغاړي، محمد نبي ته ورکړل شوه

شریک یي کړئ