په بلخ ولایت کې د هند کنسلګرۍ په مرسته د بدني روزنې ریاست لخوا د یوګا سپورټ روزنې مرکز پرانیستل شو.
د بلخ ولایت د بدني روزنې ریاست آمر، روکی سرخوش په دې ولایت کې د یوګا سپورټ پراختیا له هڅو خبر ورکوي.
دی زیاتوي:«شاګردانو ته یوه میاشت روزنه ورکول کېږي او وروسته ترې مخور د نورو ټولګیو روزنې لپاره غوره کېږي.»
د بلخ ولایت یوګا مرکز کې ۳۰ تنه تمرین کوي چې نیمايي نجونې دي.
یو تن د یوګا تمرینکوونکی، سید سلطان وايي چې دا سپورټ د انسان د عضلو او ماغزو د پیاوړې کېدو لامل کېږي.
دی وړاندې وايي:«ټول حرکات په تمرکز راټول دي او د انسان ماغزو او بدن ترمنځ ښه اړیکه رامنځته کوي.»
بله تمرینکوونکي، سویتا څرګندوي:«یوګا د انسان روح او ذهن لپاره ګټور دی.»
د یوګا په مرکز کې هندي روزونکی، علام عسکري زیدي روزنه ورکوي.
تېر کال په کابل کې د یوګا لومړۍ مرکز پرانیستل شو.