Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دایکندي کې د بایسکیل ځغاستې په سیالیو کې د نجونو ګډون

د نجونو او هلکانو دوه لوبډلو د افغانستان په مرکزي ولایت دایکني کې د بایسکیل ځغاستې په یو ورځنۍ لوبه کې ګډون وکړ.

په دې لوبه کې ۱۰ هلکانو او ۱۰ نجونو ګډون کړی وه.

له دغو سیالیو څخه موخه له سولې او ټیکاو څخه ملاتړ او همدارنګه په دغه ولایت کې د سپورټ په برخه کې د ښځو ډاګیزه ونډه بلل شوې ده.

د دغې سیالۍ ګټونکي د سرو، سپینو زرو مډالونو او په نغدو جایزو وستایل شول.

دا سیالۍ د دایکندي ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا د سیمه‎ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ولسي ملاتړونو د ریاست په همکارۍ په لاره اچول شوې وې.

د دایکندي ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس محمد حسین سیرت وویل چې له دغو ورزشي سیالیو څخه موخه په ټولنه په ځانګړې توګه د ښځو لپاره د سپورټ د دود پلي کول دي.

هغه وویل چې په دغه ولایت کې د ورزش کوونکو نجونو په وړاندې ډېرې ستونزې شته. له هغې ډلې د نجونو لپاره سپورټ ته په ځانګړې توګه بایسکیل ځغاستې ته د ټولنې سنتي لید د نجونو لپاره یوه جدي ننګونه ده.

بایسکیل ځغلوونکې رحیمه خاوري په دې اړه وايي:« د ورزش کوونکو نجونو په وړاندې اصلي ستونزې د ټولنې سنتي لید، د امکاناتو نشتون او همدارنګه د سپورټ په برخه کې د ملاتړ کوونکي نشتون دی.»

په دغو سیالیو کې، د هلکانو له لوبډلې حیات الله او د نجونو له لوبډلې زاهده وتوانېدل چې هر یو لومړی مقام خپل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست تېر کال د لومړي ځل لپاره په دایکندي کې د بایسکیل ځغاستې سیالۍ په لاره واچولې.

شریک یي کړئ