Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د قطر په وړاندې ماته ومنله

د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې، د ۲۰۲۲زکال د نړیوال جام غوراوي سیالیو په لومړۍ لوبه کې د کوربه قطر په وړاندې ماتې وخوړه.

د هېواد ملي لوبغاړي د ۲۰۲۲ نړیوال جام او ۲۰۲۳ کال اسیا ملتونو جام د غوراوي سیالیو  په (اې) ډله کې، تېره شپه (پنجشنبې د وږي په ۱۴مه) د الاسد لوبعالي کې د ځواکمن قطر په وړاندې لوبه وکړه چې په پای کې شپږ د صفر په وړاندې د اسیا اتلې لوبډلې په وړاندې ماتې ومنله.

د دغې ډلې په بله لوبه کې، د هند ملي لوبډلې، د لوبې په وروستیو دقیقو کې، دوه د یوه په وړاندې عمان ته وبایلله.

د هېواد د فوټبال ملي لوبغاړي، د دغو سیالیو په دویمه لوبه کې، راتلوونکې سې‎شنبې په تاجکستان کې به له بنګله‎دېش کوربتوب وکړي.

شریک یي کړئ