Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د بنګله دېش په وړاندې لوبېږي

د افغانستان او بنګه‎دېش د فوټبال ملي لوبډلې د سې‎شنبې په ورځ د ۲۰۲۳ نریوال جام او ۲۰۲۳ کال اسیا ملتونو غوراوي سیالیو په چوکاټ کې د یو بل په وړاندې لوبه کوي.

افغانستان د دغو لوبو په لومړۍ سیالۍ کې د قطر په وړاندې ۰-۶ ماتې خوړلې ده

د افغانستان او بنګله‎دېش ترمنځ وروستۍ لوبه په ۲۰۱۵ کال کې د سوېلي اسیا د اتلولیو سیالیو کې وه چې افغانستان د ۰-۴ په وړاندې بنګله‎دېش ته ماتې ورکړې وه.

ورته مهال د هېواد د لوټبال سر روزونکی انوش دستګیر له لوبې مخکې په خبري ناسته کې وویل چې افغانستان کولای شي د دغې لوبې ګټوونکی وي.

هغه زیاته کړه:«بنګله‎دېش هم ځانګړی چمتووالی نیولی او فکر کوم چې دوه یا درې اوونۍ کېږي چې په تاجکستان کې دي، خو لوبه ده چې موږ باید دا لوبه وګټو.»

د هېواد ملي لوبغاړي هم هیله لري څو له دې لوبې ښه پایله ترلاسه کړي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لوبډلمشر فرشاد نور په دې اړه وویل:«سل په سله کې غواړو چې دا لوبډله وګټو. فکر کوم چې زموږ لوبډله له هغوی غښتلې ده.»

اخوا بیا د بنګله‎دېش انګلیسی سرروزونکی جیمي ډي د قطر په وړاندې د افغانستان ملي لوبډلې له کړنې په ستاینې سره وايي چې هغوی د دغې لوبې درې امتیازونو په اړه فکر کوي.

هغه زیاته کړه:«افغانستان یو ځواکمنه لوبډله ده، د دغې لوبډلې لوبغاړي د تخنیک له پلوه ډېر چمتو دي، موږ هڅه کوو چې له افغانستان سره یوه ښه لوبه ولرو.»

دواړه لوبډلې شپږ ځله د یو بل په وړاندې لوبېدلي چې څلور ځله بنګله‎دېش او دوه ځله افغانستان بریا لرلې ده.

شریک یي کړئ