Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بلخ لوبډلې د هېواد کريکټ غوره لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه

د هېواد کريکټ غوره لیګ سیالیو اتلولي د بلخ لوبډلې په برخه شوه او په وروستۍ لوبه کې د نبي عیسی خېل ملګري وتوانیدل چې د کابل لوبډلې ته د څلورو ویکټو په توپير ماته ورکړه.

د افغانستان د کریکټ غوره لیګ سیالۍ د روانې زیږدیزې میاشتې (اکټوبر) په پنځمه نېټه د نړۍ نامتو د کریکټ لوبغاړو په ګډون د عربي متحده اماراتو په شارجه کې پیل شوې او تېرشپه(د تلې په ۲۹مه نېټه) پای ته ورسېدې.

د تېرې شپې په لوبه کې د کابل ځوانانو توپ وهنده پیل کړه او په شلو اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو د بلخ لوبډلې ته د ۱۳۲ منډو هدف وټاکلو.

جاوید احمد د کابل ځوانانو لوبډلې لپاره ښه وځلید او ۳۲ منډې یې ترسره کړې او ترڅنګ یې د بلخ لپاره قیس احمد ښه بالنګ وکړ او د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړي یې له لوبې ویستل.

د بلخ لوبډلې د توپ وهنې په برخه کې ښه لوبه پیل کړه او په ۱۹ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو د راشدخان ارمان ملګرو لوبډلې، کابل ځوانانو ورکړل شوی هدف پوره کړ او په دې سره  یې د افغانستان  د کریکټ غوره لومړي اتلولي خپله کړه.

د لوبې په پای کې د بلخ لوبډلې لوبغاړی قیس احمد چې د کابل ځوانانو د لوبډلې ۵ لوبغاړي یې له لوبې ویستلي وو، د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

AFGHAN- CRICKET

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کریکټ غوره لیګ سیالیو په پای کې شهزاد محمدي په ټولو لوبو کې د ۳۴۴ منډو په ترسره کولو د غوره توپ وهونکي لقب خپل کړ، ایسورو اودانا په اتو لوبو کې د ۱۷ لوبغاړو په سوځولو سره د ښه بالر، راشد خان د ۱۷۱ منډو او د ۹ لوبغاړو په سوځولو د ښه لوبغاړي او درویش رسولي هم د ځوان لوبغاړي لقب خپل کړ.

د افغانستان کریکټ غوره لیګ سیالۍ د بلخ، پکتیا، کابل، ننګرهار او کندهار لوبدلو په ګډون د روانې زیږدیزې میاشتې په پنځمه نېټه په عربي متحده اماراتو کې پیل شوې او وروسته له ۲۳ لوبو تېره ورځ پایته ورسېدي

شریک یي کړئ