د موی ټای ملي لوبډلې ته د غوراي شپږم پړاو سیالۍ چې د هېواد د خپلواکۍ د لمانځلو په پار ترسره شوې وې، نن د ښځو په برخه کې د غوره څېرو په پېژندلو سره پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې له کابل څخه ۲۴ موی ټای کارو نجونو ګډو کړی وو او ملي لوبډله کې د غړیتوب لپاره یې له یو بل سره سیالۍ وکړې.
شبنم حسینزاده د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه، او دوه نورو بریاوو ته په کتو سره د سرو زرو مډال یې ترلاسه کړ.
بلې لوبغاړې فرشتې شیرزاد هم خپلو دوو سیالیو ته له ماتې وروسته د سرو زرو مډال په غاړه کړ.
دغه سیالۍ د ځوانانو او لویانو په کټګورۍ کې ترسره شوې او ټاکل شوې چې اته غوره څېرې د افغانستان د موی ټای ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړي.