له بنګهدېش سره د افغانستان د ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو په درشل کې، د هېواد د کرېکټ الف لوبډلې په یوې تمریناتي لوبه کې د بنګهدېش ملي لوبډلې ته ماته ورکړه.
په دغې لوبه کې، د بنګلهدېش ملي لوبډلې ۲۰ اورونه ولوبول او د افغان لوبډلې لپاره یې ۱۴۶ منډې هدف وټاکه.
افغان لوبغاړو دغه هدف یې په ۱۸ اورونو کې پوره او دغه لوبه یې وګټله.
ټاکل شوې ده چې د هېواد ملي لوبډله، سبا شپه د بنګلهدېش په وړاندې په شل اوریزه لوبه کې خپل بخت ازمويي.
د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې، تراوسه د بنګلهدېش په وړاندې یوازې یوه ۲۰ اوریزه لوبه لرلې چې ماته یې خوړلې ده.