Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

راشدخان د کال غوره‎ توپ‎اچوونکي جایزه خپله کړه

وروسته له دې چې د هېواد کرکټ لوبغاړي، راشد خان د هند غوره لیګ‎ لوبو کې ۲۱ ویکټې خپلې کړې او ښه وځلید، دی تېره شپه(دوشنبې د غبرګولي۷مه) د "سي‎ياټ ټایر" کمپنۍ لخوا د غوره توپ اچوونکي جایزه خپله کړه.

په دې لوبو کې کله چې راشد د کلکتې لوبډلې پر وړاندې ښه لوبه وکړه، د پراخو ستاینو سره مخ شو.

نامتو کرکټ لوبغاړي، سچن تندولکر په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي دي چې اوس مهال د راشد خان وړتیا په اړه "شک او ګمان" نلري.

ده زیاته کړې ده:«تل مې احساس کاوه چې راشد خان یو ښه تو اچوونکی دی، خو اوس پوهېږم چې د نړی غوره ګګلي توپ اچوونکی دی او باید په یاد ولرئ چې هغه د توپ وهنې وړتیا هم لري.»

راشد خان انډیا ټایمز ورځپاڼې ته په دې اړه ویلي دي:«کله چې بس ته پورته شوم، یوه ملګري مې د ټویټر تصویر راواستاوه او د هغې وروسته شوکه شوم، له یوه تر دوو ساعتونو مې فکر کاوه چې څه ورته ولیکم په پایله کې مې ځواب ورکړ. هېڅ نه پوهېدم چې څه ولیکم.»

ده وړاندې ویلي دي:«د هغه ټویټ ټول افغانستان کې خلکو لیدلی دی، تندولکر ډېر نامتو دی، هم ټول حیران شوي وو چې ده له ما داسې تعریف کړی دی. دا ډول خبرې ځوانو لوبغاړو ته مثبته انرژي ورکوي.»

د هند غوره لیګ لوبو کې د پنجاب لوبډلې لوبغاړي، اندروتای وروسته، راشد خان تر ټولو ډېرې ویکټې واخیستې.

په دې لوبو کې تای ۲۴ ویکټې او راشد خان ۲۱ واخیستې.

له بلې خوا د هند کرکټ لوبډلې کپټان، ویرات کولي په دې مراسمو کې د سي‎ياټ ټایر لخوا د کال نړیوال غوره لوبغاړي جایزه خپله کړه.

په دې مراسمو کې شیکر داون د غوره توپ وهونکي نړیوال لوبغاړي او د نوي زیلاند لوبغاړي، ترنټ بوول هم د نړیوال غوره توپ اچوونکي جایزه خپله کړه.

کالین له نوي زیلاند څخه د شل اوریزو لوبو ښه توپ وهونکي او کریز ګیل هم د محبوب لوبغاړې جایزې واخیستې.

نامتو کرکټ لوبغاړي، سچن تندولکر په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي دي چې اوس مهال د راشد خان وړتیا په اړه "شک او ګمان" نلري

شریک یي کړئ