Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

شاهین آسمايي د فوټبال غوره لیګ اووم پړاو پایلوبې ته لار پیدا کړه

د هېواد فټبال غوره لیګ اووم پړاو سیالیو په لړۍ کې شاهین آسمايي د میوند اتلانو لوبډلې له ماتې وروسته، د دې سیالیو پای لوبې ته لار پیدا کړه.

د لوبې په ۸۹  دقیقه کې مصطفی افشار د میوند اتلانو دروازه خلاصه کړه او د لوبې ګول یې ترسره کړ.

د پلازمېنې لوبډلې یرغلییزه لوبه پیل کړه او د میوند اتلانو د دروازې پرانیستو موکه یې درلوده چې ګول ووهي، خو اتلانو هم په کلکه دفاع وکړه.

د لوبې په ۳۳ دقیقه کې د میوند اتلانو لوبډلې موکه درلوده چې د شاهین دروازې ته ګول ووهي، خو کاوش حیدري له غوره دفاع سره دا هڅې شنډې کړي. او له دې سره لومړۍ نیمايي په مساوي توګه پای ته ورسېده.

شاهین اسمايي د لوبې دوهمه نیمايي ښه پیل کړه او په ۵۳ دقیقه کې د ګول وهلو چانس بیا ترلاسه کړ، خو دا هڅې بیا د اتلانو لخوا شنډې شوې. د میوند اتلانو لوبغاړي هم د ګول وهلو هڅې کولې او لوبغاړو ښې موکې هم د ګول وهلو لپاره ترلاسه کړې، خو د ګوزار پر مهال کمزوري وو.

په دې سره شاهین اسمايي د لوبې په ۸۹ دقیقه کې د لوبې یوازېنی ګول ترسره کړ او ۱ـ۰ پر وړاندې لوبه وګټله او پایلوبه کې یې د لوبېدو چانس ترلاسه کړ.

ټاکل شوې ده چې سبا د فټبال غوره لیګ په د نیمه پایلوبې په بهیر کې توفان هریرود له اباسین څپو سره لوبه وکړي.

شاهین اسمايي د لوبې په ۸۹ دقیقه کې د لوبې یوازېنی ګول ترسره کړ او ۱-۰ پر وړاندې لوبه وګټله او پایلوبه کې یې د لوبېدو چانس ترلاسه کړ

شریک یي کړئ