Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شاهین اسمايي هم د غوره لیګ د اتم پړاو، پای لوبې ته لار پیدا کړه

د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو په دویمه نیمه پای لوبه کې چې تېر ورځ ماښام د شاهین اسمايي او سیمرغ‎البرز ترمنځ ترسره شوه، شاهین لوبډله وتوانېده چې پای لوبې ته لار وموندي.

لومړۍ نیمايي دواړو لوبغاړو یرغلي پيل کړه، خو د شاهین اسمايي لوبډله وتوانېده چې دوه ګولونه ووهي. چې لومړی ګول یې د لوبې په ۳۴ دقیقه کې رووف قادري او د لوبې په ۴۶ دقیقه کې بیا هم رووف قادري د خپلې لوبډلې لپاره دویم ګول وواه.

د دویمې نیمايي له پیل سره شاهین لوبډلې په لوړې روحیې سره لوبه پیل کړه، او وتوانېده چې بیا هم درې ځله د سیمرغ‎البرز دروازه پرانیزي.

بیا هم دا رووف قاري و چې د لوبې په ۴۹ دقیقه کې خپل درېیم ګول ووهي او هټریک وکړي. په همدې ترتیب سره مصطفي افشار وتوانېد چې خپل لومړی او د لوبډلې لپاره څلورم ګول ووهي، دا د لوبې پای نه و د سیمرغ‎البرز د لوبغاړو له تېروتنې سره مصطفي افشار خپل دویم ګول وواه. او له دې ګول سره د شاهین اسمايي لوبډلې پای لوبې ته لار پیدا کړه.

د دغې لوبې د لیدو لپاره ډېر هېوادوال لوبغالي ته راغلي وو او لوبه یې له نږدې ولیده.

د دغې لوبې په پای کې رووف قادري د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

دا په داسې حال کې ده چې د طوفان هریرود لوبډلې هم د سپین‎غربازانو په وړاندې له بریا سره پای لوبې ته لار وموندله.

ټاکل شوې ده چې د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو پای لوبه، د کابل استازي شاهین اسمايي او د هېواد د لوېدیځ حوزې استازي طوفان هریرود ترمنځ ترسره شي.

شریک یي کړئ