د نجونو د څلور اړخیزه فوټبال ټورنمنټ پای لوبه، تېره ورځ له غرمې وروسته (پنجشبنې د وږي په ۲۸مه) د هېواد د فوټبال فډراسیون شین لوبغالي کې ترسره شوه.
په دغې لوبه کې، د کابل او هرات د فوټبال د نجونو لوبډلې د یو بل په وړاندې لوبه وکړه چې په پای کې د پلازمېنې لوبډلې د (۰-۱) له پایلې سره د هرات لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغه ټورنمنټ اتلولي یې خپله کړه.
د دغې لوبې یوازېنۍ ګول د لوبې په ۲۵مه دقیقه کې تمنا مومند د کابل لوبډلې په ګټه وواهه.
د لوبې تر پایه دواړو لوبډلو هڅه وکړه چې ګول ووهي خو دا هڅې بې ګټې او د ګول له وهلو پرته پای ته ورسېدې.
د نجونو د څلور اړخیزه فوټبال ټورنمنټ کې، د بلخ، کابل، بامیانو او هرات د نجونو لوبډلو ګډون درلود.
دا لوبې د همدغې اوونۍ په پیل کې پیل شوې. دا د نجونو د څلور اړخیز ټورنمنټ څلورم پړاو سیالۍ وې چې له درې کلونو ځنډ وروسته له سره شوې.
د هېواد د فوټبال فډراسیون چارواکي وايي چې ډېر ژر او د فوټبال غورهلیګ له سیالیو وروسته په کابل کې به د نجونو غورهلیګ هم جوړ شي.
د هېواد د فوټبال غوره سیالۍ، نن (جمعه، د وږي په ۲۹مه) پای لوبه د شاهین اسمايي او طوفان هریرود لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.