Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کرېکټ بورډ د شهزاد محمدي تړون تر نامالومې مودې وځنډاوه

د هېواد کرېکت بورډ د هېواد د کرېکت ملي لوبغاړي شهزاد محمدي تړون تر نامالومې مودې وځنډاوه.

کرېکټ بورډ وايي چې هغه د دغې ادارې اصول تر پښو لاندې کړي او له همدې امله په ملي لوبډله کې د هغه تړون ځنډول شوی دی.

تېره ورځ په خواله رسنیو کې د شهزاد داسې انځورونه خپاره شوي چې ښيي هغه د پاکستان پېښور کې تمرین کوي.

د افغانستان د کرېکت بورډ د اصولو پر بنسټ، د کرېکټ ملي لوبغاړي د بهرني سفر لپاره باید له دغې ادارې اجازه واخلي، خو کرېکټ بورډ وايي چې شهزاد پاکستان ته د سفر په اړه دغه ادارې ته څه نه دي ویلي.

د کرېکت بورډ په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د کرېکټ دغه ملي لوبغاړي له دې مخکې هم څو ځله دا کړنه تکرار کړې، خو هرځل چې کرېکټ بورډ له هغه وضاحت غوښتی هغه پاملرنه نه ده کړې.

کرېکټ بورډ وايي چې ټاکل شوې ده د دغه بنسټ انضباطي کمېټه،د شهزاد محمدي په اړه له لوی اختر وروسته پرېکړه وکړي.
  
شریک یي کړئ