پرتګالي د ریال ماډرېډ کلپ د لوبډلې ۳۱ کلن ستوري کرېسټيانو رونالډو له میسي او ګریژمان څخه مخکې او د څلورم ځل لپاره یې د سرو زرو توپ جایزه ترلاسه کړه.
رونالډو مخکې له دې په ۲۰۰۸، ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې دا جایزه ترلاسه کړې وه. رونالډو په روان فصل کې لامل شو چې د اروپايي ټولنې د لیګ بریالی شي او په ۲۰۱۶ کال کې د فوټبال یورو لوبو کې د فرانسې ماتې سره د پرتګال اتل شو.
دی د سرو زرو توپ ترلاسه کولو سره د اروپايي ټولنې لومړۍ لوبغاړی دی چې د څلورو ځلو لپاره دا جایزه ترلاسه کوي. مخکې له دې میشیل پلاتیني، یوهان کرویف او مارکوفن باسټن درې ځله دا جایزه ترلاسه کړې ده.
د ارجنتاین ملي لوبډلې بارسلونا لوبغاړي لیونل میسي هم تر اوسه د سرو زرو توپ دا جایزه ۵ ځله ترلاسه کړې، خو دا ځل بریالی نشو.