د افغانستان او متحده عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو ۲۰اوریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان د ۱۱ منډو په توپیرسره بریا خپله کړه.
افغان لوبغاړي اصغر ستانکزي لومړۍ توپاچوونه پیل کړه او په ټاکلو شویو شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۱ منډې جوړې کړې او سیالې لوبدلې ته یی د ۱۶۲ منډو هدف ورکړ.
په همدې حال کې د بیټنګ په برخه کې نجیبالله ځدراڼ ښه وځليد او د ۱۰ ټوپونو سره یې ۳۱ منډې جوړې کړې او د همداراز یې د بالنګ په برخه کې هم د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي له لوبې اوټ کړل.
متحده عربي اماراتو لوبډله په لومړۍ کې ښه وځلېده، خو د ۷ لوبغاړو له سوځېدو سره ونه توانید چې ورکړل شوی هدف پوره کړي او ټولو شل اورونو کې یې د ۱۵۰ مندې جوړې کړې او د ۱۱ منډو په توپیر یی ماتې ومنله.
په دې لوبه کې د توپ اچونې په برخه کې د افغانستان له لوري ځوان لوبغاړي کریم جنت ۳، فرید احمد او راشد ارمان دوه دوه لوبغاړي له مخې پورته کړل.
د لوبې غوره لوبغاړي جایزه له دې امله کریم جنت ته ورکړل شوه چی ۲۵ منډې یی جوړې کړې او په توپ اچونه کې یی درې تکړه لوبغاړي یې وسوځول.