تودی خبری
له TOLOnews څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې؛ د تهاجمي جګړې د توندېدو اړوند د جنرال مېلر څرګندونې
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان سکاټ مېلر وايي د افغان عسکرو د تلفاتو د ډېرېدو له امله بهرني ځواکونه د طالبانو پر وړاندې تهاجمي جګړه ګرموي.
هغه ویلي، د افغان عسکرو بهرني سلاکاران اوس دا صلاحیت لري چې د افغان ځواکونو لپاره مرستندویه بهرني ځواکونه را ولېږي.
د دې خپرونې کوربه نور ولی سعید شینواري په همدې موضوع له مېلمنو سره بحث کړی.
مېلمانه:
غفار ګردېزی، پوځي کارپوه
امان الله هوتکي، د ارزګان ولایتي شورا پخوانی مشر
امین الله شارق، سیاسي کارپوه
میرزا محمد یارمند، نظامي کارپوه