تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتو امر نه دی شوی
د سپينې ماڼۍ یوه ویاند ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ترمپ له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتو امر نه دی کړی.
بلومبرګ خبري آژانس د امریکا د ملي امنیت شورا د یوه ویاند له قوله تېره ورځ(جمعه د غبرګولي په اوومه نېټه) لیکلي دي چې ولسمشر ترمپ افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د کمولو هوډ نلري او تر اوسه یې د دفاع وزارت ته د خپلو ځواکونو د وتو امر نه دی کړی.
په دې خپرونه کې نورولي سعید شینواري پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې کړې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د عدالت موسسې رییس، عطاالله خان
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند، بلال صدیقي
د ولسمشر سلاکار، نبي مصداق
د کابل ولایتي شورا پخوانی غړې، خاطره اسحاق زۍ