تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
ټاکنې: د ټاکنو لپاره د نوملیکنې بهیر ۱۰ ورځې نور وغځيد
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر لس ورځې نور هم تمدید کړ. ټاکل شوې وه چې د ولایتونو په مرکزونو کې دا بهیر د غبرګولي په ۱۷مه پای ته ورسیږي.
یاد کمېسیون د شمېرو له مخې د (وري۲۵) تر اوسه څه باندې ۳ ملیونه ۴۷۰ زره کسانو ټاکنو ته خپل نومونه ثبت کړي دي چې لږ تر لږه یو میلیون يي مېرمنې دي.
اخوا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخواني چارواکي او پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي، اوسنی کمېسیون تر دې دمه د ورکړیو شمېرو د ثابتولو لپاره کوم سند نه لري.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
ولسمشرۍ ماڼۍ کې سلاکار، نبي مصداق
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارلانشاء پخوانی رئيس، امام محمد وریماچ
د مشرانو جرګې غړی، ګل احمد اعظیمي