Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ستونزو د پای ته رسېدو لپاره د ولسمشرۍ او سپیدار ماڼۍ هڅې

د ولسمشرۍ ماڼۍ او سپیدار ماڼۍ استازو د اختلافونو د پای ته رسېدو په موخه نن د یوې ګډې اعلامیې په جوړیېدو کار پیل کړ.

یو شمېر سرچینې وايي چې ټاکل شوې ده ولسمشر او اجرایوي رئیس د اختلافونو د پای ته رسېدو لپاره ډېر ژر سره وویني.

له دغو اختلافاتو څخه وروسته صبغت الله مجددي د دې ستونزې د هواري لپاره له ترکیې څخه کابل ته راغی،او د حکومت له دواړو مشرانو غواړي چې اختلافونه یوې خوا پریږدي.

د هېواد پخواني ولسمشر او د ژغورنې د ملي جبهې رئیس صبغت الله مجددي وویل:«د جهاد لاره او د نیت خلوص او د ورونو او ګوندونو ترمنځ د نه توپیر لاره باید خپله کړو.»

بلخوا د کورنیو چارو پخوانی وزیر وایي د حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافونو دوام ، د ملي نفاق د پراخېدو ښکارندويي کوي.

د کورنیو چارو پخوانی وزیر نورالحق علومي هم په دې اړه داسې وايي:«خلک دې باور ته ورسوي چې موږ د ملي یووالي په نامه یو حکومت لرو،نه د نفاق یو حکومت.»

د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو دوام په تېرو څو ورځو کې خلک سخت اندېښمن کړي دي.

اجرایي ریاست په دې باور دی چې ولسمشر په تېرو دوو کلونو کې د سپيدار ماڼۍ صلاحیتونو ته بې پامي کړې او همداراز د ملي یووالي حکومت هوکړه په سمه توګه نه ده عملي شوې.

د ملي یووالي حکومت ترمنځ د اختلافاتو د پراختیا په اړه په هره غونډه کې یادونه کېږي.

د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست په دې اړه زیاته کړه:«د هغوی اختلافونه د ملي ګټو او د خلکو لپاره نه دي، د هغوی اختلاف زرګري جګړه ده.»

په تېرو څو ورځو کې د ملي یووالي حکومت دواړو مشرانو پر یو بل تورونه ولګول.

د سیاسي چارو کارپوه حبیب الله جانبدار په دې اړه وویل:«هغه څه چې پر یو بل یې تورونه پورې کړل باید خلکو ته په سمه توګه له اسنادو او شواهدو سره وړاندې کړل شي.»

له یوې خوا جګړه او ناامني او له بله پلوه د ملي یووالي حکومت د مشرانو د اختلافاتو راڅرګندیېدو د خلکو آرامښت ته زیان رسولی دی.

د کابل اوسېدونکی عبدالله وايي:«زموږ غوښتنه دا ده چې یوې هوکړې ته ورسېږي او خپلې ستونزې ژر حل کړي.»

د کابل بل اوسېدونکي محمد یعقوب هم زیاته کړه:«جنجالانونه باید پای ته ورسېږي او د هېواد د جوړولو په پام کې دې وي.»

د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافات له هغې وروسته په ډاګه شول چې اجرایي رئیس د تېرې پنجشنبې په ورځ په خپله وینا کې وویل چې ولسمشر په تېرو درېیو میاشتو کې آن یو ساعت هم له نوموړي سره په یوازې د لیدلو وخت نه درلود او د خپل حق د ترلاسه کولو غوښتنه یې وکړه.

د اړوند رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:

د ولسمشرۍ ماڼۍ او سپیدار ماڼۍ استازو د اختلافونو د پای ته رسېدو په موخه نن د یوې ګډې اعلامیې په جو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه