Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله ټول اختلافي ټکي له غني سره شریک کړل

اجرائیه رییس تېره ورځ له ولسمشر سره په لیدنه کې د اختلاف وړ ټول ټکي شریک کړل.

اجرائیه ریاست وايي چې د سیاسي هوکړه لیک پلي کول، د حکومتوالی څرنګوالی، د ټاکنیزو سمونو رامنځته کول او د هېواد په کورنیو او بهرنیو سیاستونو کې د دواړو مشرانو د لیدلورو شامیلېدل د اجرائیه رئیس او د ګمارنې څرنګوالی هغه موضوعګانې وې چې اجرائیه رئیس له ولسمشر سره شریکې کړې.

ولسمشر او اجرائيه رئیس د چهارشنبې په ورځ د اختلافاتو د هواري لپاره خبرې وکړې، په لومړۍ کتنه کې اجرائیه رئیس د اختلاف ټکي روښانه کړل او ټاکل شوې چې دوه ځله نور هم دواړه مشران سره وګوري ترڅو د اختلافي مسلو په اړه ګډ نظر ترلاسه شي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په دې اړه وویل:«د تېرې ورځې د مازدیګر لیدنه په یوې صمیمانه فضا کې ترسره شوه او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو جلسو کې د اجرائیه رئیس خبرې وارزول شي.»

د پوهنتون استاد احمد ضیاء نېکبین څرګنده کړه:«د اوسني کړکېچ څخه د بهر کېدو لپاره باید فعالانه ونډه واخلي که نه اختلافونه د دغه اور لمبې زیاتوي.»

له بلخوا د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو دوام ډېر خطرناک بلل کېږي.

د سیاسي چارو شنوونکی هارون میر داسې وايي:«یو کمزوری حکومت لرو چې په هغه کې واحدې پرېکړو شتون نه‎لري او په ټولو کارونو کې نیمګړتیاوې شتون لري.»

تراوسه روښانه نه ده چې د ولسمشر او اجرائیه رئیس ترمنځ د خبرو بل پړاو به څه وخت ترسره شي، خو ولسمشرۍ ماڼۍ او سپيدار ماڼۍ اوس د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړې په اړه کار پیل کړی دی.

اجرائیه ریاست وايي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه