Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسمشر او اجرائيه رئیس ترمنځ دوهمه ناسته وځنډېدله

د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست ویاندویان وايي چې د دواړو مشرانو د نه لیدو لامل د رخصتیو ورځې دي خو نن او یا سبا به سره وګوري، ټاکل شوې وه چې ولسمشر او اجرائیه رئیس د تېرې جمعې او یا نن شنبه ( د زمري۳۰مه) ترسره شي خو دا لېدنه لاهم ځنډېدلې ده.

په داسې حال کې چې د خپلواکۍ له ورځې یوه ورځ مخکې دا لیدنې وروستۍ شوې وه، خو اوسمهاال اجرائیه ریاست د دغو خبرو ځنډیدل د رخصتیو راتګ بولي.

د اجرائیه ریاست ویاند، مجیب‎الرحمان رحیمي وايي:"زموږ نړیوال دوستان هم دې حالت په اړه اندېښنه لري، اجرائیه رئیس تل ورسره په اړیکه کې دی/ د بروکسل ناستې په اړه چې نېږدې ده او د امنیتي حالت په اړه. چې دا پر حالت منفي اغېژ ونکړي. غږونه د حالت خرابوالي لپاره نه دي بلکې د اصلاحاتو لپاره دي."

د ملي یووالي د سیاسي هوکړې په عملي کیدو د څار عالي کمیسیون دا اختلافونه په ځینو مهمو پوستونو د یوشمېر کسانو د ګمارلو او د ملي یووالي حکومت د هوکړې د نه عملي کېدو له امله بولي.

د ملي یووالي د سیاسي هوکړې په عملي کیدو د څار عالي کمیسیون رئیس، محمد ناطقي څرګندوي:"دا ستونزه یوازې سیاسي هوکړې عملي کول هوارولی شي."

په همدې حال کې، د ولسمشر یوشمېر نېږدې کسان د اجرائیه رئیس او ولسمشر ترمنځ اختلافونه مهم نه بولي.

د ولسي جرګې غړی، ګل پاچا مجیدي وايي:"ستونزه ډېره جدي نه ده، پر ملي موضوعاتو نه ده یوازې د اصلاحاتو او لویې جرګې دوه موضوعات دي چې دا د ولسمشر ستونزه نه ده. د امنیتي حالت له امله ده."

د سیاسي هوکړې عملي کیدل، د حکومت‎والۍ څرنګوالی، له وزیرانو سره د اجرائیه رئیس او ولسمشر د چلند یوشان‎والی، په بهرني او کورني سیاست کې د دواړو مشرانو اغېز، د ټاکنیزو سموونو ترسره کېدل، په یوشان د صلاحیتونو وېش، په مالي او اداري برخه کې د اجرائیه رئیس صلاحیتونه، د حکومت په سترو پریکړو کې د عبدالله شتون، د ولسمشر د ځینو سلاکارانو د سلاحیتونو څرنګوالی او ټاکنې له هغو موضوع ګانو دي چې اجرائیه رئیس هغه د چهارشنبې پر ورځ په لومړۍ غونډه کې ولسمشر ته وړاندې کړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست ویاندویان وايي چې د دواړو مشرانو د نه لیدو لامل د رخصتیو ورځې دي خ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه