ویل کېږي چې د مهمو دولتي ادارو د مشرانو په توګه د ځوانانو او پېغلو ګمارل د ملي يووالي حکومت په کاري لومړیتوب کې دي.
بلخوا یو شمېر دغه ځوانان او پېغلې د حکومت د ډېرې پاملرنې غوښتنه کوي.
په هغو ادارو کې چې په تېرو دوو کلونو کې تر ډېره په کې مېرمنې او ځوانان په مهمو څوکیو کې ګمارل شوي دي یوه د کابل ښاروالۍ ده.
له درېیو میاشتو راهیسې سحر همدرد د کابل ښاروالۍ د پالیسۍ او انسجام رئیسه ده چې د نوموړې په وینا دا کار ورته ګران دی خو لازیاتو هڅو ته اړتیا لري.
اغلې همدرد زیاته کړه:«زموږ تمه دا ده چې د مېرمنو لپاره په بهر او دننه تحصیلي فرصتونه برابر شي،ترڅو هغوی وتوانېږي په کلیدي پُستونو کې پرېکړه کوونکې وګمارل شي.»
د دغې ادارې په بله برخه کې کارکوونکي هره ورځ د کابل ښاریانو پر ستونزو او شکایتونو غور کوي.
په زړه پورې ده چې د دې څانګې مشري هم د یوې مېرمنې پرغاړه ده چې یوه نیمه میاشت مخې په دغه دنده ګمارل شوې ده.
د کابل ښاروالۍ د عامه اړیکو رئیسه برښنا اوریاخېل وايي:«د عامه پوهاوي څانګه ده چې په کې درې برخې شاملېږي او د هغې یوه د خلکو د شکایتونو د ثبت برخه ده چې د ۱۵۵ شمېرې له لارې خلک له موږ سره اړیکه نیسي او خپلې ستونزې وايي.»
په مهمو دولتي پُستونو د مېرمنو او ځوانانو ګمارل د ملي یووالي حکومت له لاس ته راوړنو څخه بلل کېږي.
افغان حکومت د دغه راز پروګرامونو په وړاندې کولو سره د بروکسل په غونډه کې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې ملکي مرستې ترلاسه کولای شي.
په دې اړه مو اندونه