د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د دوهم ځل لپاره د دغه هېواد د ولسي جرګې لخوا استیضاح شو.
دغې جرګې ترمپ پر کانګرس د برید لپاره د خپلو پلویانو د هڅونې لپاره استیضاح کړی دی.
ښاغلی ټرمپ چې جمهوري غوښتونکی دی، اوس سنا کې له محاکمې سره مخامخ دی او ښایې د تل لپاره به په ټاکنو کې له ګډونه محروم شي.
د ټرمپ د استیضاح طرحه تېره ورځ(چهارشنبې د مرغومې په ۲۴مه نېټه) ۲۳۲ مثبتې او ۱۹۷ منفي رایو سره تصویب شوه.
ټرمپ په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې هم له واکه د ناوړه ګټنې په تور استیضاح شوی و، خو سنا بیا دوې اوونۍ وروسته د تبرئې رایه ورکړه.
ډونالډ ټرمپ به تر راتلونکو شپږو ورځو پورې د امریکا ولسمشر وي او د جنوري په ۲۵مه نېټه به د امریکا منتخب ولسمشر، جوبایډن لوړه وکړي.