کشمیر کې هندي پولیسو پرون ویلي، چې کشمیر کې پر هندي ځواکونو د ۲۰۱۹ کال د برید اصلي طراح له امنیتي ځواکونو سره نښته کې وژل شوی دی. د کشمیر هغه پېښه کې د هند د پارلمان ۴۰ سرتېري وژل شوي وو.
کشمیر کې د پولیسو یوه قوماندان ویجي کومار رویټرز ته ویلي، چې کشمیر کې د ۲۰۱۹ کال د خونړي برید اصلي طراح محمد اسماعیل علوي، چې د جیش محمد ډلې یو قوماندان دی، د سینیګار په سویل کې وژل شوی دی.
ښاغلي کومار زیاته کړې:”محمد اسماعیل علوي چې په عدنان مشهور و، د مسعود ازهر د کورنۍ غړی دی، د پولواما برید پلانولو کې یې لاس درلود.”
د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په ۱۴ مه، د هند د پارلمان د پولیسو پر لېږدونکي بس موټر ځانمرګی برید وشو، چې ۴۰ تنه هندي پولیس پهکې ووژل شول، چې ورپسې سیمه کې د هند او پاکستان اړیکې لا ترینګلې شوې.
د پاکستان جیش محمد ډلې د هغه برید مسوولیت منلی وو.
د هند حکومت تل پاکستان تورن کړی، چې وسلهوالو ډلو ته یې له خپلې خاورې د عملیاتو اجازه ورکړې، خو اسلام اباد دا تورونه نه مني.
د تېرو څو لسیزو راهیسې کشمیر د هند او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو مرکز دی.