Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا ولسمشر وروستیو څرګندونو ته د ا.ا بهرنیو چارو وزارت غبرګون

بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د «جنګي ډلو» د نه حضور په هکله د امریکا د ولسمشر جو بایډن څرګندونې حقیقت لري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د امریکا د ولسمشر څرګندونې د ملګرو ملتونو سازمان پر بندیزونو د ارزونې او څارنې ډلې وروستی راپور چې ویلي یې دي په افغانستان کې څه باندې ۲۰ ترهګرې دلې حضور لري، ردوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په دې وروستیو کې په یوې خبري ناسته کې ویلي چې القاعده ډله به نور په افغانستان کې حضور ونه‌لري او هغه له دې مخکې ویلي و چې له دغې ډلې سره د مبارزې لپاره به له «طالبانو» مرسته واخلي.

نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له حضوره اندېښنه څرګنده کړې؛ خو په مقابل کې اسلامي امارت تل دغه ادعاګانې رد کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه