Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پېټري ټالاس: د بشري هوساینې د تضمین لپاره، باید ډېر کارونه وشي

د هوا پېژندنې نړۍوال سازمان رییس پېټري ټالاس یوځل بیا په نړۍ کې د فوسیلي سون توکو د مصرف پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

هغه د چین له (سي ام جي) رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د راتلوونکې بشري هوساینه د فوسیلي سون په کموالي پورې تړاو لري.

پېټري ټالاس په دې هکله ویلي:«د بشر د هوساینې او راتلوونکي نسلونو او همدارنګه نړۍوالو اقتصادونو لپاره مهمه مسئله دا ده چې موږ باید د خپلو فوسیلي مصرف کم کړو، هغه څه چې په ټوله نړۍ کې د تودوخې، سېلابونو، وچکالیو او د ګرمسیري توفانونو د شدت او همدا ډول د طبیعي یخچالونو د ویلې کېدو اصلي لامل دی.»

هغه په دې برخه کې، د لمریزې ټکنالوژۍ د دودولو په برخه کې د چین رول اهمیت لرونکی بللی؛ خو ویلي یې دي چې تراوسه کافي اقدامات نه‌دي شوي.

د هواپېژندنې دغه جګپوړي کارپوه د صنعتي فعالیتونو د منفي اغېزو د کموالي په برخه کې د چین د رول ستاینه کړې او ویلي:«موږ خوشبخته یوو چې د شنو خونو ګازونو د کموالي لپاره غوره اوزار لرو. چین هم په دې برخه کې مرسته کړې ده. چین د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې په خپلو سیسټمونو کې مخکښ دی. چین اوس د برېښنايي وسایطو ستر تولیدونکی دی. دغه ټول اوزار او وسایط د فوسیلي سون توکو د مصرف په کموالي کې له موږ سره مرسته کوي.» 

ورته‌مهال د هواپېژندنې نړۍوال سازمان رییس ټینګار وکړ چې تراوسه بسندویه اقدامات نه‌دي شوي.

د فوسیلي سون توکو د مصرف پر ځای د بدیلو انرژیو پراخو استفاده هغه څه دي چې د هواپېژندنې نړۍوال سازمان پرې ټینګار کوي.

د تودوخې زیاتوالی، وچکالۍ او وروستي ویجاړونکو سېلابونو، د نړۍ د اقلیمي وضعیت په تړاو اندېښنې رامنځته کړې دي.

موده مخکې د هواپېژندنې نړۍوال سازمان اټکل کړی و، چې شونې ده نړۍ په راتلوونکو پنځو کلونو کې د تودوخې تر ټولو لوړې ثبت شوې کچې ته ورسېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه