Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام د مرستو کمېدل

د خوړو نړۍوال پروګرام په افغانستان کې د دغه پروګرام د مرستو له کمېدو خبر ورکوي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د اجرايي مدیر مرستیال کارل اسکاو وايي چې دغه سازمان د مالي ناورین له امله د افغانستان، سوریې، یمن او د افریقا د یوشمېر لوېدیځو هېوادونو په ګډون له ځينو هېوادونو سره خپلې مرستې کمې کړې دي.
  
د خوړو د نړۍوال پروګرام د اجرايي مدیر مرستیال زیاتوي:«په مارچ میاشت کې د خوړو نړۍوال پروګرام اړ شو چې په افغانستان کې له هغو خلکو سره د خوړو مرسته چې د لوږې له بېړنۍ کچې سره مخ دي، له ۷۵ سلنې نه ۵۰ سلنې ته راکمه کړي. په همدې ډول په مۍ میاشت کې مجبور شو چې له اته مېلیونه خلکو سره چې ۶۶ سلنه کېږي، د خوړو مرسته بنده کړي او اوس یوازې له پنځه مېلیونه خلکو سره مرسته کوي.»  

عزیز چې له ۱۲ کلونو راهیسې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له کندوز څخه کابل ته راغلی او دلته بوټان رنګوي وایي، چې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دی او ان په سختۍ سره کولای شي چې خپلو ماشومانو ته یوه نمړۍ ډوډۍ پيدا کړي.
 
عزیز طلوع‌نیوز ته وویل:«ډېره ستونزمنه ده چې د ۱۱ تنو د لګښټونو تامین ته رسېدنه وشي. د ورځې سل یا یونیم سل افغانۍ کار کوم. ډېره ستونزمنه ده. ورور مې هم کراچۍ لري. د ورځې ۵۰ یا هم ۷۰ افغانۍ عاید لري.»
 
د کابل اوسېدونکی عبدالمنیر هم وايي:«باید خلکو ستونزې وویني او د خلکو د ستونزو په پام کې نیولو سره عمل وکړي. دا سمه نه ده چې یوې کورنۍ ته مرسته راشي او بلې ته نه.»

بل خوا د اقتصاد وزارت مسلکي معین د نړۍوالې ټولنې مرستې مهمې بولي او له نړۍوالو مرستندویانو غواړي چې په افغانستان کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي:«له مرستندویه بنسټونو څخه زموږ هیله دا ده چې د افغانستان له خلکو سره په ځانګړې توګه په بیخ‌بنايي برخو کې مرستې دوام ولري چې د ځان‌بساینې په لور ګام پورته کړای شو.»

تر دې وړاندې د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي و، چې په افغانستان کې به د روان زیږدیز کال تر اکټوبر میاشتې به څه باندې ۱۵مېلیون تنه د خوړو له سختې نا امنۍ سره مخ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه