Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بایډن له غزې او اسرائیلو سره د مرستو ژمنه کړې

د امریکا ولسمشر جوبایډن د لوړپوړو اسرائیلي چارواکو سره تر لیدنې وروسته د اسراییلو او فلسطین د خلکو سره د بشري مرستو ژمنه وکړه.

د رویټرز د راپور له مخې، د حماس او اسرائیلو تر منځ د جګړې د مخنیوي په برخه کې د خبرو اترو لپاره ، د بایډن د سفر دوام، په غزه کې پر روغتون د هوایي برید له امله لغوه شوی دی.

په غزه کې پر الاهلی العربي روغتون تر هوایي برید وروسته، لاریون کوونکو د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د دغه برید په غبرګون کې لاریونونه کړي دي.

د عربي هېوادونو یو شمېر مشرانو هم دغه برید ته په غبرګون کې، په اردن کې له بایډن سره لیدنې لغوه کړي دي.

دغه  مشران په دې باور دي چې، پر الاهلی العربي روغتون برید د اسرائیلي ځواکونو لخوا ترسره شوی دی، خو د امریکا ولسمشر د اسرائیلو ته د سفر پر مهال و ویل چې دغه برید د کومې بلې ترهګرې ډلې لخوا ترسره شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه