Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نوازشریف له څلورو کلونو وروسته پاکستان ته ستون شو

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف په لندن کې له څلور کاله جلا وطنۍ وروسته نن د ( تلې ۲۹) پاکستان ته ستون شو. 

ښاغلی شریف چې درې ځلې د لومړي وزیر په توګه پاتې شوی، تمه کېږي چې دی به یو ځل بیا ټاکنو ته ځان نوماند کړي.  

د ۷۳ کلن نواز شریف الوتکه د اسلام اباد په هوایي ډګر کې کېناسته او ټاکل شوې چې د مسلم لیګ ګوند دغه مشر د خپل ګوند له ۱۹۴غړو سره چې له هغه سره پاکستان ته راغلل، لاهور ته لاړ شي. 

نواز شریف وروسته له هغې چې د مالي فساد د تور له امله پرې د ۱۴ کالو بند حکم پرې شوی و، په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې د درملنې په موخه لندن ته ولاړ. 
 
د ښاغلي شریف تورونه تر اوسه پر خپل ځای پاتې دي؛ خو پاکستانۍ محکمې، تر پنجشنبې پورې په محکمه کې د هغه تر حاضرېدو د هغه نیول منع کړ.  

سره د دې چې نواز شریف، پر هغه د لګېدلو تورونو له امله نه‌شي کولای چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او یا په حکومت کې دنده واخلي؛ خو د هغه د ګوند غړي د دغو تورونو د بیا غور غوښتونکي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه