Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حماس: په ټول قوت سره د اسراییلو د ځمکنیو بریدونو پر وړاندې جنګېږو

حماس ډلې د شنبې پر ورځ اعلان وکړ چمتو دي چې له خپل ټول قوت سره د اسراییلو د ځمکنیو بریدونو پر وړاندې وجنګېږي. 

حماس چې اوس مهال د غزې اداره کول په غاړه لري، ویلي چې پر غزې د اسراییلو تر ځمکنیو بریدونو وروسته یې پوځیانو د اسراییلي ځواکونو سره نښته کړې ده. 

دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلي ځواکونو یوه ویاند، د جمعې پر ورځ ویلي چې پر غزې د هوایي بریدنو تر څنګ یې ځمکني بریدونه هم د پراخېدو په حال کې دي. 

هغه زیاته کړې چې تونلونه او د ځمکې لاندې ځایونه هم د اسراییلو په هوایي بریدونو کې په نښه شوي دي. 

د فلسطین د سرې میاشتې د ټولنې مسوولان وایي چې، د شنبې پر ورځ، انټرنېټي او ټلېفوڼي چوپړتیاوې د دولسو ساعتونو لپاره پرې شوې وې. 

بل خوا، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ جمعه د شپې، د یوه پرېکړه لیک له تصویب کولو سره، په غزه کې د بېړني اوربند او د ملکیانو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.

د دغه پرېکړه لیک مسوده چې د اردن له خوا وړاندې شوې وه، په ۱۲۰ مثبتو، ۱۴ منفي او ۴۵ ممتنع رایو سره تصویب شوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه