Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسرییلي ځواکونو په وروستیو بریدونو کې ۷۸ فلسطینیان وژلي

د فلسطین د روغتیایي چارواکو د مالوماتو له مخې، د کرسمس (نوي کال) نمانځلو پرمهال د غزې په مرکزي سیمه «مغازي» کې د اسراییلي ځواکونو د هوایي بریدونو له امله لږ تر لږه ۷۸ تنه فلسطیني وګړي وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د نړۍ د کاټولیکانو مشر پاپ فرانسیس د فلسطین په مقدسه ځمکه د روانې جګړې په اړه خواشیني څرګنده کړې.

د فلسطین د سرې میاشتې مسوولینو ویلي چې اسراییلي ځواکونو ټپیانو ته د مرستو د مخنیوي لپاره مغازي سیمې ته پر غځېدلو سړکونو هم بریدونه وکړل.

حماس د اسراییلو هغه تورونه ردوي چې وایي په ګڼ‌مېشتو سیمو کې فعالیت کوي او یا له ملکي خلکو څخه د انساني سپر په توګه کار اخلي.

له بلې خوا، د غزې په سویل خان یونس ښار کې هم د اسراییلو په یوه جلا هوایي برید کې ۸ فلسطینیان وژل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه