Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روژه کې د خوراکي توکو لوړو بیو پاکستاني وګړي له ننګونو سره مخ کړي

ځینې پاکستاني وګړي په دغه هېواد کې د اقتصادي ستونزو له زیاتوالي شکایت کوي او وایي، د روژې په مبارکه میاشت کې د خوراکي توکو د برابرولو توان نه لري.

دوی وایي، په هېواد کې یې د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو بیه دوه تر درې برابره لوړه شوې ده

پاکستاني وګړي، زیشان علي وویل: « زه له څلورو کلونو راهیسې وزګار یم او د روژه ماتي او پیشلمي خواړه برابرولی نشم. د روژې له لومړۍ ورځې راهیسې هره ورځ دلته د روژه ماتي او پیشلمي لپاره راځم، ځکه په کور کې یې د اخیستلو او چمتو کولو توان نه لرم.»

د پاکستان په کراچۍ ښار کې یو خیریه بنسټ هره ورځ له دوه نیو زرو تر درې زرو کسانو ته روژه ماتې او پیشملی بربروي.

مرسته کوونکي، ظفر عباس وویل: « دلته هره ورځ له ۲۵۰۰ تر ۳۰۰۰ کسان روژه ماتې کوي. موږ له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې دا کار کوو. دلته تبۍ لرو په هغه کې موږ پکوړې، سمبوسې او جلبي چمتو کوو. د دې تر څنګ د روژه ماتي لپاره مېوه هم لرو. موږ دلته خپل پخلنځی لرو چیرې چې موږ هره ورځ له دولس دېګه زیات پخلی کوو. ښه خبره دا ده چې ډیری مرستندویان دلته د ورژه ماتي پر مهال له خوراکي توکو ډک لوښي راوړي او نور یې مېوې راوړي. موږ هڅه کوو چې دلته هرچا ته خواړه ورکړو.»

د پاکستان اوسېدونکي، فرقان‌الدین په دې اړه وویل: « کله چې له کاره راشم د روژه ماتي لپاره دلته راځم. هر هغه څوک چې دغه روژه ماتې چمتو  کوي د خېر کار کوي او دا د هغو لپاره اسانتیا ده چې نشي کولای کور ته پر وخت ورسیږي.»

د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف په مشرۍ د نوي حکومت جوړېدو سره هم مهاله په پاکستان کې اقتصادي ستونزې ډېرې شوې دي.

خو پاکستاني چاروکو بیا په دغه هېواد کې د اقتصادي، سیاسي او امنیتي وضعیت د ښه کولو ژمنې کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه