Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په دمشق کې دایران پر کونسلګرۍ برید ته نړۍوال غبرګونونه

د سوریې پلازمېنې دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د تېرې ورځې (دوشنبه ۱۳ وري) برید ډير غبرګونونه را پارولي دي.

قطر، سوریې، سعودي عربستان، روسیې او  څو نورو هېوادونو دغه برید جنایت ګڼلی دی.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر، فیصل مقداد په دې تړاو  و ویل: «موږ د دغه برید قربانیانو ته تسلیت او دغه برید په تړاو خپله خواشیني څرګندو، دا ډول بریدونه د توجیې وړ نه دي. موږ د نیکو اخلاقو او ارزښتونو  پر بنسټ، له ایران سره د سوریې د اړیکو د دوام تضمین کوو. »

په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید پر مهال د سپاه پاسدارانو د قدس ډلې دوه لوړپوړي قومندان پکې وژل شوي دي.

د سپاه پاسداران د قدس ډلې یو لوړپوړی قومندان، محمد رضا زاهدي او مرستیال یې حاج رحیمي د وژل شویو په منځ کې دي.

په سوریه کې د ایران سفیر بیا د دغه برید تر شا د اسراييلو لاس بللی دی او خبرداری یې ورکړی چی دا ډول بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.

په سوریه کې د ایران سفیر، حسین اکبري و ویل: «تاسې ته مې مخکې ویلي و، صهیونستي رژیم ډیر ښه پوهیږي چې دا جنایت او دې ته ورته نور جنایتونه به یې بې ځوابه پاتې نشي.»

د سوریې اوسېدونکي بیا وايي، اسراييلو یوازې په سوریه کې د ایران پر سفارت نه بلکې پر دمشق هم برید کړی دی او په مستقیم ډول به ځواب ورکړ شي.

بل پلو، د ایران یو شمېر اوسېدونکو په تهران کې لاریونونه کړي او د امریکا او اسراييل بېرغونه یې سوځولي دي.

یو لاریون کوونکی، محمد رضوي وايي: « موږ چې څه ډول ځواب د سردار سلیماني د ترور پر مهال ورکړ اوس هم باید هماغه ډول جدي ځواب ورکړو  او دغه ځواب باید د ټولې نړۍ تر غوږونو ورسیږي.»

اخوا، امریکا اعلان کړی چې د دغه برید په غبرګون کې یې یو ځانګړی ټیم ټاکلی چې دغه پېښه و څيړي او عاملین یې پیدا کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارین ژان پیر و ویل: « د دغه برید له راپورونو خبر یو، زموږ ټیم د پېښې د څېړنې او ارزونې په لټه کې دی.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، امیر عبداللهیان هم دغه برید د ټولو نړۍوالو کوانسینونو او ژمنو نقض بولي او ټنیګار کوي چې اسراييل به د دغو بریدونو د پایلو مسوول وي.

تر دې دمه اسراييل ددغه برید پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه