Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر غزې د اسراییل په وروستیو بریدونو کې د ۶۲ فلسطینیانو وژل کېدل

د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۶۲ فلسطینیان وژل شوي او ۹۱ نور ټپیان دي.

د رسمي شمېرو پر بنسټ، د حماس غورځنګ او اسراييل ترمنځ د جګړې له پيل راهيسې تر اوسه له ۳۳ زره ډېر فلسطينيان وژل شوي او تر ۷۵ زرو ډېر فلسطينيان ټپيان دي.

د غزې د تړانګې یوه اوسېدونکي و ویل: «د ډزو په غږ له خوبه پاڅېدم او کوټې ته ورغلم چې وګورم چې اسد چېرته دی. خو ما هغه ونه موند، بهر مې وکتل، چې سرتیري د زيتونو د ونو تر شا وو، بيا يې پر کور يرغل وکړ، زما زوی يې و وهلو او موږ يې کېناستو ته اړ کړو."

د غزې د تړانګې یو بل اوسېدونکی یوسف ابو هلال وايي: «زه په دې سیمه کې د شپې ۱۱ بجې ویده وم چې له کومې خبرتیا پرته چاودنه وشوه. دا سیمه خپله ددې سیمې له اوسیدونکو او کډوالو ډکه ده. د خدای شکر چې موږ ژوندي پاتې شو. "ډیری ګاونډیان مو ټپیان شول."

د ملګرو ملتونو د سر منشي ویاند په غزه کې بشري وضعیت سخت بللی او د غزې اوسیدونکو ته یې د نویو بشري مرستو د استولو اعلان کړی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وویل: "زموږ د بشري چارو د همغږۍ له دفتره زموږ همکاران موږ ته وايي چې د مرستې بهیر به نن شپه زموږ د شپې فعالیتونو کې د ۴۸ ساعتونو له دمې وروسته بیا پیل شي چې موږ یې تاسو ته خبر درکړ. د روغتیا نړۍوال سازمان نن د غزې ښار دوو روغتونونو ته ورسید. هغوی د کلابندۍ  پر مهال له خوړو، اوبو او درملو پرته د سختو شرایطو کیسه وکړه.

حماس غورځنګ بیا وايي، اسراییل اوربند ته د رسېدو او د خپلو یرغمل شویو خوشې کولو ته لېوالتیا نه لري.

د حماس د سیاسي دفتر غړي اسامه حمدان وویل: "موږ باور لرو چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو لا هم یوې هوکړې ته د رسیدو لپاره خنډونه رامنځته کوي او د اسراییلي یرغمل شویو خوشې کولو سره لېوالتیا نه لري."

اخوا، د امریکا ولسمشر جوبایډن په دې وروستیو کې د اسراییل له لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې خبرداری ورکړی و چې د غزې د جګړې پر وړاندې د امریکا پالیسۍ به د اسراييل د اقداماتو د بیا کتنې پر بنسټ چې د ملکي وګړو د ساتنې او د غزې اوسیدونکو ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې مشخصې دي، ټاکل کیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه