Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کوچني اختر رارسېدو سره پاکستان کې اقتصادي ستونزې؛ بیې څو برابره لوړې شوي

پاکستان کې د کمکي اختر له رارسېدو سره سم د دغه هېواد اوسېدونکي له اقتصادي ستونزو شکایت کوي.

دوی وایي، د تېرو کلونو په پرتله د خوراکي توکو، جامو او د اړتیا وړ نورو توکو بیې دوه تر درې برابره زیاتې شوې دي.

د پاکستان اوسېدونکي، طاهر رضوي وویل: «د پېراو پلور ستونزې خورا لوړې کچې ته رسیدلي. یو شی چې موږ په ۳۰۰ روپیو پېرلو اوس په۸۰۰ او ۹۰۰ روپیو پلورل کیږي. نرخونه 
دوه او درې چنده شوي او زموږ له وسه پوره نه دي.»

د پاکستان یو بل اوسېدونکي، احمد مغول هم وویل: « انفلاسیون خورا ډېر دی. په دې کې شک نشته چې شیان خورا ګران دي. مګر واضحه ده چې موږ باید د ماشومانو لپاره یو څه واخلو.»

له بلې خوا په دغه هېواد کې هټۍوال هم له سوړ بازاره ګیلې کوي او وايي، اقتصادي انفلاسیون د دغه هېواد د خلکو د بې وزلۍ لامل شوی دی.

 یوه سیمه ییز هټۍوال، محمد فواد وویل: «د تير کال په پرتله بيې څلور يا پنځه برابره زياتې شوې دي. د خلکو د پېرودلو ځواک له دې څخه مالومېږي، چې هغوی چې تېر کال څلور یې څلور ډوله توکي پېرلي، سږ کال يوازې يو پېري. او هغه څوک چې ماشومان لري یوازې د خپلو ماشومانو لپاره شیان اخلي، هغه د ځان لپاره هېڅ نه اخلي. تاسو کولی شئ ووایاست چې نرخونه د وخت په پرتله ګړندي بدلیږي. تاریخونه ورو بدلیږي.»

د پاکستان د اقتصادي پراختیا انسټیټیوټ هم په یوه راپور کې ویلي، دغه هېواد د اقتصادي ودې او سوکالۍ لپاره په اقتصادي نظام کې اصلاحاتو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه