د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان هغه څه چې له دې هېواد سره د لویدیځ اقتصادي جګړه بولي، نیوکه کوي.
دی وايي چې امریکا متحده ایالاتونو د بندیزونو او تعرفو لوړوالي سره خپل مهم همکار ته شا کړې ده.
اردوغان وايي چې ترکیې افغانستان کې د له امریکا متحده ایالاتونو سره همکارې کړې ده او د دې ډول چنلد وړ نه وه.
د ترکیې ولسمشر وايي:«آیا په صادراتو، سیلانۍ او سوداګرۍ کې کمښت راغلی دی؟ نه. نو د دې ډول توپان لامل څه دی؟ هېڅ لامل نلري. پوهېږئ د دې ګام نوم باید د ترکیې پر وړاندې عملیات ونومول شي. »
اردوغان وايي چې امریکا باید خپلې اړیکې له اتیا میلیونه ترکانو سره د یوه کشش قرباني نکړی چې هغه هم له ترهګریزو بنسټونو سره اړیکې لري.
دی وړاندې وايي:«موږ په سومالیا، افغانستان او بوسنیا کې ستاسو ستراتیژیک شریک وو. په کابل کې موږ د هوايي ډګر ساتنه کوو. تاسو څنګه کولی شئ چې خپلې همکارۍ د ترهګریزو ډلو هواداری لپاره شا ته کړئ.»
امریکا متحده ایالاتونو د ترکیې دوه وزیرات د یوه امریکايي کشیش نیولو په غبرګون کې تحریم کړي دي. ترکیه وايي چې دا کشیش د فتح الله ګولن خوځښت او د کردستان کارګر ګوند سره اړیکه لري.