د فلسطیني اعتراضکوونکو او اسرائیلي پوځيانو ترمنځ نښتو کې ۶۰ فلسطینانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۰۰۰ نور ټپيان دي.
بیتالمقدس ته د امریکا متحده ایالاتونو سفارت لېږد په غبرګون کې د فلسطینيانو اعتراضونو د اسرائیلو او غزې پولې پر لور پیل کړی چې اسرائيلي ځواکونو په مخامخ توګه په نښه کړل او ویې وژل.
دوی وآيي چې د سفارت لېږد سره امریکا او اسرائیلو د فلسطین پر خاورې تېری کړی دی.
فلسطني اعتراضکوونکي، یحی ابو انس وویل:«دا زموږ صهیونست دښمنان څومره پیاوړي دي، او دا چې هېڅ ستونزه نشته. د فلسطین راتلونکی نسل به له اوسني پیاوړی وي. د مرستو سره او پرته به بیا هم خدای له موږ سره وي.»
اعتراضکوونکي وايي چې د فلسطینیانو پاڅون لامل د دوی د خاورې یرغل دی.
اعتراضکوونکی، رامي هنیه څرګندوي:«هغه څه چې په غزې تړانګه کې شوې دي، د فلسطین د ځمکې د یرغل خبره ده او دا کار د ځوانانو پاڅون لامل دی.»
له تل ابیب څخه بیتالمقدس ته د امریکا متحده ایالاتونو سفارت لېږد د مصیبت ورځې باندې وشو، ۱۹۴۸ کال کې اسرائیلیانو د فلسطینانو خاوره ونیوه او کابو ۷۰ زره یې بېکوره کړل، او دا ورځ د مصیبت په ورځې یادیږي.