د امریکا متحده ایالات هیله څرګنده وي چې شمالي کوریا به تر ۲۰۲۰ زیږدیز کال پورې غیراټومي شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو، چې د سوېلي کوریا له چارواکو سره د لیدو لپاره سیول ته تللی، وايي چې تراوسه ډېر کارونه پاتې دي چې له شمالي کوریا سره ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د شمالي کوریا د غیراټومي کېدو د نه څرګندوالي په اړه ډېرې نیوکې شوې وې.
له دې وړاندې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ویلي وو چې له دې وروسته، شمالي کوریا د امریکا لپاره یو اټومي ګواښ نه دی.
ښاغلي ټرمپ او د شمالي کوریا ولسمشر کیمجونګ اون، په سنګاپور کې د روانه اوونۍ په ترڅ کې له څو ساعته لیدنې وروسته، یو مهم سند یې هم لاسلیک کړ.
ټرمپ وویل چې دواړه خواوې، یو بل یې ښه پېژندلي او تېر یې هېر کړي دي.