د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، دونالډ ټرمپ وایي چې تر راتلونکو درېیو یا څلورو اونیو پورې به د شمالي کوریا له مشر سره وګوري.
د دې خبر له اعلان مخکې د سویلي کوریا ولسمشر له خپل امریکایي سیال سره ټلیفوني خبرې وکړې څو د شمالي کوریا له مشر سره د خپلې لیدنې پایلې شریکې کړي.
د سویلي کوریا د ولسمشرۍ ماڼۍ دفتر وایي چې، ټرمپ ددې هیواد ولسمشر ته د یادې وروستۍ لیدنې د پایلې په اړه مبارکي ویلې ده .
دواړو لورو سره ژمنه کړې چې له نېږدې به سره یو ځای کار کوي څو د کوریا ټاپو له اټومي وسلو پاکه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د سویلي کوریا ولسمشر دفتر وايي چې پیونګ یانګ به د مي زیږدیزې میاشتې پر دوهمه چې دوه ورځې وروسته پيلږي د بهرنیو څارونکو تر څار لاندې د هستوي وسلو تولید مرکزونه بند کړي.
دا خبره د سویلي کوریا مشر، مونجهاین او د شمالي کوریا مشر، کیم جونګ اونګ ترمنځ تر لیدنې وروسته چې د جمعې پر ورځ یې د دواړو کوریا پر پوله کلي کې سره ولیدل خپریږي. دا کلی د وسلو تش دی.
تېره اوونۍ د دوو کوریا ترمنځ له لیدنې مخکې ویل شوي وو چې پیونګیانګ به خپلو هستوي وسلو ازموینه دروي او د تولید مرکزونه بې تړي.